ویلکږی، چې تېره شپه یې د سرپل ولایت مرکز اړوند د آدرینګ په سیمه کې د دولتي ځواکونو پر یوې پوستې «چاپه» ووهله، چې له امله یې ۱۰تنه دولتي عسکر ووژل شول او ژوندي پاته یې په تیښته بریالي شول.
سرپل ولایت کی وسله والو طالبانو عملیات کړی
18 حمل 1397 ساعت 9:13
ویلکږی، چې تېره شپه یې د سرپل ولایت مرکز اړوند د آدرینګ په سیمه کې د دولتي ځواکونو پر یوې پوستې «چاپه» ووهله، چې له امله یې ۱۰تنه دولتي عسکر ووژل شول او ژوندي پاته یې په تیښته بریالي شول.
د افغان غږ(آواغږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په یوې اوږدې خبرپاڼې کې ویلي دی، چې د وژل شویو عسکرو جسدونه هم پر میدان پاتې شول او دوی له پوستې څخه زیاته اندازه وسلې او مهمات غنیمت کړل.
سرچنیو ویلی، په دغه جګړه کې ۲ میله دهشکې، یو میل هاوان، یو میل ۷۵ میلي متري توپ، یو میل راکټ، یو میل شلکا ماشیندار، ۲ میله امریکايي جي سي پیکاوي، ۸ میله ایم ۱۶ امریکايي توپک، او خورا ډیر مهمات او نظامي توکي د دوه هاموي موټرو په شمول ونیول شول.
قاري یوسف د نیول شویو غنیمتونو انځورونه هم رسنیو ته لیږلي، چې په همدې خبر کې لیدل کیدلای شي.
خو د سر پل ولایت چارواکی ددې عملیاتو او د عسکرو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلی.
د مطلب کود: 161313