دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۳
د مطلب کود : 161314
ولسمشر غني او د پاکستان لوموړی وزیر پر ۷ مهمو مواردو موافقه وکړه
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان لوموړی وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې عمل ګډ پلان د بشپړولو لپاره پر اوو مهمو مواردو موافقه وکړه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې لیکلي، چې دواړو مشرانو پرون په کابل کې د کتنې په ترڅ کې موافقه وکړه چې د افغانستان او پاکستان د سولې عمل ګډ پلان بشپړه کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د عمل ګډ پلان د بشپړولو دواړو هېوادونو موافقه وکړه چې پاکستان د افغانانو په مشری د سولې له بهیر ملاتړ کوي او دواړو هېوادونو دې د هغو جنګیالیو او عناصرو پر خلاف ګامونه پورته کړي چې د افغانستان او پاکستان امنیت له ګواښ سره مخ کوي.
دواړو هېوادو موافقه وکړه چې په خپلو خارو کې هیڅ هېواد، ډله، یا شخص ته اجازه ورنه کړي ترڅو د یو بل پر خلاف د دولت ضد په کړنو لاس پوري کړي.
د موافقې پر اساس، دواړو هېوادونو ژمنه وکړه چې د تنظیم شویو اقداماتو د ارزونې، همغږي، او تائید لپاره یوه مکانیزم جوړه کړي او د یو بل هوایي حریم له نقضولو ډډه وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دواړو هېوادونو موافقه وکړه چې د یو بل د ملامتولو پر ځای یې د ستونزو او اختلافاتو د حل لپاره د عمل ګډ پلان په چوکات د همکاریو له میکانیزم څخه کار واخلي او د عمل ګډ پلان د پلي کولو په موخه دواړه هېوادونه کاري ډلې او د اړتیاوړ میکانیزم رامنځته کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb88b8arhb0fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته