دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۳۸
د مطلب کود : 161386
د برښنا پر ناسمو پروژو څلور میلیارد دالر لګول شوي
د افغانستان د روڼتیا ادارې موندنې ښیي؛ د هېوادوالو لپاره په تېره یوه لسیزه کې د برښنا پر ناسمو پروژو څلور میلیارد دالر لګیدلي، چې اوس د نا سم مدیریت له ګواښ سره مخ دي.

د افغانستان د روڼتیا ادارې د برښنا په برخه کې د پانګونې په اړه یوه تازه څېړنه تر سره کړې، چې تر اوسه له خلکو او رسنیو سره شریکه شوې نده؛ د دغې څېرنې مهمې برخې ښیي، چې: د دغو دالرو زیاته برخه د بهرنیو ځواکونو له لوري د برښنا په برخه کې لګول شوې؛ خو هیڅ پروژه په دې نده توانیدلې، چې افغانان له تل پاتې برښنا برخمن کړي.
د افغانستان د روڼتیا ادارې د څېړونکي ناصر تیموري په وینا؛ پر دغو دالرو د افغانستان حکومت کولی شول، چې د برښنا ستربندونه جوړکړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ بهرنیو ځواکونو په دې اړه هیڅ بنسټیز کار ندی تر سره کړی.
د افغانستان برښنا شرکت رییس امان الله غالب وایي؛ هغه پروژې، چې د بهرنیو ځواکونو لخوا د برښنا په برخه کې عملي کیږي افغان حکومت پرې هیڅ راز څارنې او ارزونې نه لري.
سیګار وایي، د متحده ایالاتو د پوځ د انجنیرۍ قول اردو٦٠ میلیون دالر د گلبهار د برښنا پر سب ستیشن؛ ځکه لګولي، چې د افغانستان لیرې پرتو سیمو ته برښنا ورسوي؛ خو اوس د بېلابېلو لاملونو له کبله د برښنا له دغو پروژو هیڅ ګټه نه پورته کیږي.
د افغانستان د روڼتیا ادارې د موندنو له مخې؛ دا مهال د افغانستان په ډېرو برخو کې له جنراتورونو او وارداتي برښنا ګټه اخستل کیږي او ډېر دالر هم پرې لګیدلي، چې لامل یې د برښنا په برخه کې ناسم مدیریت بلل شوی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaa6n6i49nie1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته