دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۸
د مطلب کود : 161396
په مقر او ګیلان ولسوالیو کې(۷) مهمي روغتیایې پروژي پرانستل شوي
د غزني ولایت په مقر او ګیلان ولسوالېو کې پرون د والي انجنیرعبدالکریم متین (۵) نوي روغتیایې مرکزونه ایجاد، د مقر ولسوالۍ روغتون له(CHC+) څخه (DH) روغتون ته ارتقا وکړه او د ۱۴ ملیونه افغانېو په ارزښت د یوه روغتون د ودانۍ د بنسټ ډبره کیښودل شوه.
د غزني ولایت په مقر او ګیلان ولسوالېو کې پرون د والي انجنیرعبدالکریم متین لخوا په داسي حال کې چي د دي ولایت د امنیتي ارګانونو مسئولینو او د عامي روغتیا ریاست مشر ډاکټرظاهرشاه نیکمل هم حضور درلود، (۵) نوي روغتیایې مرکزونه ایجاد، د مقر ولسوالۍ روغتون له(CHC+) څخه (DH) روغتون ته ارتقا وکړه او د ۱۴ ملیونه افغانېو په ارزښت د یوه روغتون د ودانۍ د بنسټ ډبره کیښودل شوه.
والي ښاغلي متین چې وړمه ورځ یې د یوه پلاوي په مشرۍ مقر او ګیلان ولسوالېو ته خپل سفر پیل کړ، پرون یې د ورسره پلاوي په ملتیا مقر ولسوالۍ کې د یوي غونډي په ترڅ کې د پټۍ په پري کولو سره د یادي ولسوالۍ د ګداخیل اوآخوند خیل روغتیایې مرکزونه او یو سیار روغتیایې ټیم رسما پرانستل.
په دغه غونډه کې دغه راز د مقر ولسوالۍ(CHC+) روغتون رسما د ولسوالۍ په روغتون(DH) بدل شو چي د ۳۰ بسترونو درلودونکی دی او وروسته تر دي به په بیلابیلو روغتیایې برخو کې معیاري خدمات وړاندي کوي.
دغه راز د ګداخیل او آخوند خیل سیمو نویو روغتیایې مرکزونو ته د څلور(۴) ملیونه افغانېو په ارزښت اړین طبي وسایل او سامان آلات هم وسپارل شول.
هاخوا په ګیلان ولسوالۍ کې هم نن د والي ښاغلي عبدالکریم متین لخوا د دي ولسوالۍ په جهانګير او اوتلي کلېو کې (2) نوي روغتيايې مرکزونه ايجاد او د یادي ولسوالۍ په جنډه بازار کې د جنډي روغتون د نوي ودانۍ د بنسټ ډبره کیښودله.
یاده ودانۍ ۲۴ بابه اتاقونه لري او د احاطي دیوال په ګډون، په پنځه جریبه ځمکه کې رغول کیږي، چې ځمکه یې د ګیلان ولسوالۍ د اوسیدونکو لخوا په وړیا توګه د عامي روغتیا ریاست ته وقف شوي او ۱۴.۷ ملیونه افغانۍ لګښت پري رازي.
په غزني ولایت کې روغتیایې خدمات د والي انجنیرعبدالکریم متین، د عامي روغتیا ریاست د مشرتابه ښاغلي ډاکټر ظاهرشاه نیکمل او نورو مسئولینو د هڅو او هلوځلو په پایله کې ورځ تربلي د پراختیا او معیاري کیدو په حال کې دي او ټاکل شوي په نیږدي راتلونکي کې لسګونه نوي روغتیایې مرکزونه هم پرانستل شي.
 
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb98b80rhb0fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته