د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانسغږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د ملي امنیت عمومي ریاست په یوې خپره شوي خبرپاڼه کي ویلی، په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو د ځانګرګو بریدونو مسوول مولوي شریف له نیولو شوی دی.
سرچنیو زیاتوي، چې مولوي شریف له خپلو څلورو نورو همکارانو سره د هلمند ولایت د ملي امنیت ریاست د کارکوونکو په یوه عملیات کې په ګرشک ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
د یاد خبر پانه کی ویلی، چې په دغو عملیاتو کې، له چاودېدونکو توکو څخه ډک یو موټر، شپږ موټرسایکلونه ،۵۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکو توکو، او په خپل لاس څو کړۍ ماینونه او یو اندازه وسلې په دغه عملیاتو کې لاسته راغلي دي.
سرچنیو ویلی، چې طالبانو هوډ درلود ترڅو له دغو توکو څخه په کاراخیستنې خپل پسرلني ترهګریز بریدونه پلان کړي.