دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۴
د مطلب کود : 161439
پولیو په لوړ خطر سیمو کې د پولیو ضد کمپاین په دې پړاو کې څه باندې ۶ میلیونه ماشومان واکسین کیږي
دغه کمپاین د هیواد د ۲۳ ولایتونو پورې اړوند په ۱۸۹ ولسوالیو کې پلي کیږي چې د کابل ښار په ګډون د جنوب ټول ولایتونه، د ختيځ ګن شمیر ولسوالۍ او همداراز دهیواد نورې هغه ولسوالۍ چې د دې ناروغۍ دسرایت د خطر سره مخ دي، تر پوښښ لاندې راځي.
 
   د ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ په لوړ خطر لرونکو سیمو کې سبا د پولیو ضد کمپاین دریم فرعي پړاو پلی کیږي، چې په ترڅ کې یې څه باندې ۶ میلیونه د پنځو کالو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد دوه څاڅکي واکسین ورکول کيږي. دغه کمپاین  د هیواد د ۲۳ ولایتونو پورې اړوند په ۱۸۹ ولسوالیو کې پلي کیږي چې د کابل ښار په ګډون د جنوب ټول ولایتونه، د ختيځ ګن شمیر ولسوالۍ او همداراز دهیواد نورې هغه ولسوالۍ چې د دې ناروغۍ دسرایت د خطر سره مخ دي، تر پوښښ لاندې راځي. 
     د پولیو د ملي پروګرام د له منځه وړلو د هڅو  او هاند سره سره بیاهم د امنیتي ستونزو له امله دغه ناروغي په ځینو سیمو کې لاهم ماشومانو ته یو ستر ګواښ دی او که چیرې ماشومان په یادو سیمو کې د کمپاین په هر پړاو کې واکسین نشي، هغوی ددې بدمرغه ناروغۍ ښکار ګرځي او د تل پاتې معیوبیت برخلیک سره مخامخ کیږي.  
      دا د ټولو میندو او پلرونو مسئولیت او مکلفیت دی چې دخپلو ماشومانو د خوینديتوب حق ادا کړي او د کمپاین په هر پړاو کې د هغوی واکسین کول د یاده ونباسي. ماشوم ته ددغه واکسین یوځل ورکول کفایت نه کوي، او د ماشوم په بدن کې د پولیو وایرس په مقابل کې معافیت په تدریجي توګه ددغه واکسین په وار وار ورکولو سره رامنځته کیږي. دغه کمپاینونه په همدې بنیاد د واکسین د کارپوهانو او متخصصینو د لارښونې له مخي په هرکال کې څو واره پلي کیږي، ترڅو د ماشومانو په بدن کې دغه معافیت او مقاومت د پولیو یا ګوزڼ ناروغي پرواندې په تدریجي توګه پیاوړی شي. د پولیو څخه د ماشومانو د خوندي ساتلو لپاره د پولیو واکسین یوازنۍ اغیزمنه لاره ده، او که چیرې کوم ماشوم په پولیو اخته شي نو بیایې د درملنې امکان په هیڅ هیواد کې قطعاْ نشته. 
     د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز  یوځل بیا د ټولیو کورنیو څخه وغوښتل چې خپل ماشومان ددې ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي او ويې ویل:  "  که چیرې کورنۍ د خپلو ماشومانو د واکسین کولو فرصت د لاسه ورکړي، کیدای شي دهغوی ماشومان ددې ناروغي د اخته کیدو د ستر ګواښ سره مخامخ شي."
     دعامې روغتیا وزیر زیاته کړه: " دغه واکسین چې د پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ په وړاندې د ماشومانو د وقایې لپاره استعمالیږي، په نړۍ کې د ډیرو معتبرو کمپنیو څخه ترلاسه کیږي، کوم چې د روغتیا نړیوال سازمان لخوایې کیفیت او موثریت تائید شوی دی."
ددې کمپاین په بهیر کې،  نږدې ۵۰ زره روغتیايي کارکوونکي به په خپلو سیمو کې کور په کور ګرځي، ترڅو ماشومان واکسین کړي. ددې اونۍ د جمعې په ورځ، د واکسین ټیمونه به هغو کورنیو ته بیا ورځي کوم چې ماشومان یې د کمپاین په تیرو ورځو کې له واکسین کولو څخه پاتې شوي وي. هغوی ددغو ماشومانو په واکسین کولو سره ځانونه ډاډه کوي چې ټول ماشومان ددې ناورغۍ په وړاندې وقایه او خوندي شي.
     دغه واکسین هیڅ راز منفي جانبي عوارض نه لري او  په ملي او نړیواله کچه د سترو ديني عالمانو لخوا تائید شوی، او ورکول یې ماشومانو ته دهغوی د روغتیا د خوندي ساتلو په خاطر د والدینو یو شرعي مکلفیت بلل شوی دی.
   په روان زیږدیز کال کې تر دې دمه په هیواد کې د پولیو ۷ مثبت پيښې ثبت شوي، چې څلور يې له کندهار، دوه له کنړ او یوه پیښه له ننګرهار څخه راپور شوې ده. په روان زیږدیز کال کې دا دریم فرعی کمپاین دی چې د تیرې میاشتې د سرتاسري لومړي کمپاین نه وروسته پلي کیږي. په روان کال کې ټول ټال ۶ فرعی او  ۳  سرتاسري  کمپاینونه پلان شوي، چې دې کمپاین سره درې فرعی او یو سرتاسري کمپاین په لاره واچول شول. 
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjtvevhuqemxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته