د هارت چارواکو په وینا؛ وسلوالو طالبانو په دې ولسوالۍ کې د ښوونکیو د موترو پر کاروان برید کړی او د هغو له تښتونې وروسته یې د شینډنډ ولسوالۍ د هلکانو د ښوونځي مرستیال وژلی دی.
د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد که څه هم په دې ولسوالۍ کې د طالبانو شتون مني؛ خو وایي، چې د دغه ښوونکي د وژنې عاملین د پولیسو تر څارنې لاندې دي.
طالبانوپه دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.
د روان کال په بهیر کې دا د شینډنډ ولسوالۍ دوه یم ښوونکی دی، چې د طالبانو لخوا وژل کیږي.
دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې امنیتي مسوولینو په دې ولسوالۍ کې د امنیتي وضعیت له ښه والي خبر ور کړی و.