دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۹
د مطلب کود : 161449
کابل او اسلام آباد د استخباراتي مامورینو پرګومارنه هوکړه کړې
یوې باوري سرچینې آریانا نیوز ته هغه معلومات سپارلي، چې له مخې یې د دواړو هېوادونو په سفارتونو کې د عملیاتو د څارنې لپاره د استخباراتي مامورینو پر ګومارنه هوکړه شوې ده.

دغه څرګندونې ښيي؛ افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د سفر په ترڅ کې کابل او اسلام آباد هوکړه کړې، چې دواړه هېوادونه به په سفارتونو کې خپل استخباراتي مامورین پر دنده ګوماري. کله، چې افغانستان په پاکستان کې د سخت دریځو د ځپلو وړاندیز وکړي، پاکستان به د افغانستان د استخباراتي مامورینو پر څارنه پرې عملیات کوي او افغانستان به هم ورته ګام پورته کوي.
پخوانی استخباراتي پوځي کارپوه جاوید کوهستاني وایي: له پاکستان سره د داسې یوې ګډې استخباراتي کمیتې جوړولو ته نور وخت هم لرو؛ تر دې دمه مو تر منځ د ډاډ او باور فضا نه ده رامنځته شوې او پاکستان باید په دې اړه خپله رښتینولي وښیي.
له افغانستان سره د پاکستان دوه مخي چلند ته په کتو ځينې کارپوهان وايي، چې پاکستان هیڅ کله هم نه غواړي صادقانه ګامونه پورته کړي.
پوځي کارپوه اسدالله ندیم په دې اړه وایي: پاکستان تل دوه مخی سیاست لوبولی او هیڅکله به هغې همکارۍ ته چمتو نشي، چې خپلې ګټې یې په کې خوندي شوې نه وي.
دغه راز د پاکستان لومړي وزیر افغان چارواکو ته ډاډ ورکړی، چې د سولې د خبرو لپاره به د افغان طالبانو له رهبرانو سره خبرې وکړي.
دغه راز د ملي وحدت حکومت مشرانو پاکستان ته د ده د سفر بلنه هم منلې ده.
د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وایي: د حکومت مشرانو یې بلنه منلې؛ خو دا، چې څه وخت سفر کیږي او دوی به کومه اجندا ولري، خبرې پرې روانې دي.   
افغانستان له څو لسیزو راپدیخوا د پاکستان له لاسوهنو کړیږي او دا هم ښکاره ده، چې د کابل او اسلام آباد د اړیکو د ښه کولو په اړه په تېره څه باندې یوه لسیزه کې هر ډول هڅو مثبته پایله نه ده ورکړې
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcay6n6o49niy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته