د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه بهیر تېره ورځ له نیمروز ولایت نه ۵۰۰ ښځو ته د کورنیو باغچو په وېشلو سره پیل شو.
ښاغلی رستمي وايي، د دې باغچو په جوړولو سره به د کورنیو په ژوند او د خوړو په خوندیتوب کې ښهوالی راشي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت هر کال د بڼوالۍ د ملي پروژې له لارې د ښځو لپاره د چرګانو د ساتنې فارمونه او کورنۍ باغچې جوړوي.