کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالله عبدالله: د کندز دشت ارچی ولسوالی برید د طالبانو پر یو مرکز ترسره شوي دی

21 حمل 1397 ساعت 9:30

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایی، هغه برید چی د کندز ولایت دشت ارچی ولسوالی کې ترسره شوی، طالبانو یو مرکز باندی ترسره شوی.



نوموړی پرون په کابل کې د وزیرانو شورا په غونډه کې د وینا پر مهال تائید کړه چې په دغه برید کې د طالبانو یو شمېر لوړپوړي ډلمشران وژل شوي.
خو ښاغلي عبدالله وایي، له بده مرغه د برید په ترڅ کې یو شمېر ملکي وکړو ته هم ژوبله اوښتې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال رادمنش تېره اوونی وویل، چې په دشت ارچي ولسوالی کې هوایي برید د وسله والو طالبانو پر یوه لویه مرکز ترسره شوی او په ترڅ کې د طالبانو ۱۸ ډلمشران هم وژل شوي دي.
نوموړی د سې شنبې په ورځ وویل، چې دغه هوایي برید د کره استخباراتي ملعومات پر اساس ترسره شوې په داسې حال کې چې په سیمه کې د طالبانو ګڼ شمېر ډلمشران راغونډ شوي وو.
نوموړی د ملکي تلفاتو په اړه وویل، چې د طالبانو پر مواضعو برید یواځې د توغندیو په وسېله ترسره شوې ده خو ملکي وګړي د سپکو وسلو په وسېله وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.
د ملي دفاع زارت ویاند وایي، وسله والو طالبانو تر هوایي بریدو وروسته لومړی د ملي پوځ پر چورلکو ډزې پیل کړل او وروسته ملکي وګړي په نښه کړل.
 


د مطلب کود: 161544

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/161544/عبدالله-د-کندز-دشت-ارچی-ولسوالی-برید-طالبانو-پر-یو-مرکز-ترسره-شوي-دی

آوا
  https://www.avapress.com