کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جاپان په افغانستان کې له مرستندویه موسسو سره ۵،۳ میلیون ډالر مرسته وکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 حمل 1397 ساعت 17:54

د جاپان حکومت په افغانستان کې له یو شمېر مرستندویه موسسو سره ۵،۳ میلیون ډالر مرسته وکړه.


په کابل کې د جاپان سفارت په یوه بیان کې لیکلي، چې په بیړنیو او بشري حالاتو کې له افغانانو سره د مرستې په موخه جاپان حکومت د ملګرو ملتونو اړوند شپږو موسسو ته ۲۵ میلیون ډالر ورکوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه موسسې به له هغو افغان کډوالو سره مرسته وکړي چې له ایران او پاکستان څخه بېرته افغانستان ته راځي او ترڅنګ یې د هېواد دننه له بې ځایه شویو او نورو افغانانو سره به هم مرسته وشي چې د خواراکي توکو له کموالي، خوارځواکی، او نورو طبیعي ناوریننو او جدي حالاتو سره مخ دي.
د جاپان سفارت د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمیشنرۍ (UNHCR) یوه میلیون ډالر، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهی صندوق (UNICEF) ۸۰۰ سوه زره ډالر، او د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د خدماتو اداره (UNMAS)یوه میلیون ډالر ترلاسه کړي.
د دې ترڅنګ به د خوړو نړیوال پرواګرام (WFP) هم یوه میلیون ډالر، نړیوال روغتیایی اداره (WHO) ۵۰۰ سوه زره ډالر، او د کډوالۍ و نړیوال سازمان (IOM)یوه میلیون ډالر ترلاسه کړي.
 


د مطلب کود: 161587

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/161587/جاپان-په-افغانستان-کې-له-مرستندویه-موسسو-سره-۵-۳-میلیون-ډالر-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com