دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۳
د مطلب کود : 161616
د کندز هوایي برید په اړه د پاکستان د بلوچستان شورا پرېکړه لیک
د پاکستان د بلوچستان ایالت شورا غړیو د کندز هوایي برید په اړه تند غبرګون وښود او په اړه یې یوه پرېکړه لیک تصویب کړل.
د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه پرېکړه لیک د پاکستان د جمعیت علمای اسلام فضل د ګوند غړې شهیده روف له خوا غونډې ته وړاندې شوې وه.
نوموړې غونډې ته وویل، چې په دشت ارچي ولسوالی کې پر یوه دیني مدرسه هوایي برید په دې معنی چې د اسلام پر دین برید شوی او د بشري حقونو له سازمانونو او نړیوال ټولنې څخه وغوښت ترڅو د افغان او امریکایي ځواکونو د برید په اړه غبرګون وښیي.
د بلوچستان والي سرفراز احمد بوګټي وویل، چې د کندز په هوایي برید کې افغان حکومت لاس لري او په اړه یې نړیوال ټولنه باید ژر تر ژره اقدامات وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان پوځ د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومانداني تېره اوونی وویل، چې د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالی کې د هوایي برید په ترڅ کې د وسله والو طالبانو ترڅنګ پنځه پاکستاني پوځي سلارکاران هم وژل شوي دي.
د شاهین قول اردو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د پاکستان پوځ دغه جګپوړي پوځي سلاکاران د طالبانو د راتلونکو بریدونو د تنظیمولو په برخه کې د مشورې په موخه دشت راچي ولسوالی ته راغلي وه.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د طالبانو دغه سلاکاران غوښتل چې د طالبانو د سرې قطعې او ځینو سیمه ییزو هېوادونو ترمنځ د اړېکو ټینګولو لپاره هم زمینه برابره کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgqq9q3ak9334.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته