دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۴
د مطلب کود : 161644
ارزګان، فراه او جوزجان ولایتونو کې ترهګرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
د تېرو څلورویشتو ساعتونو په اوږدو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو او هوایي بریدونو په پایله کې ۴۰ ترهګر وژل شوي دي.
 د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، برید جنرال محمد رادمنش، د چهارشنبې په ورځ د روان کال د وري په ۲۲ مه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، چې د وژل شویو ترهګرو له ډلې، ۱۰ ترهګر د فراه په بالابلوک ولسوالۍ، ۸ ترهګر د جوزجان په درزاب ولسوالۍ، ۱۰ ترهګر د ارزګان د مرکز په اړوند سیمه او خاص ارزګان ولسوالۍ، ۴ ترهګر د فاریاب په کوهستان ولسوالۍ، د طالبانو د یوه ځایي قوماندان په ګډون ۳ ترهګر د زابل په شاه جوی ولسوالۍ، ۳ ترهګر د هلمند په نادعلي ولسوالۍ او ۲ ترهګر د غزني په مقر ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
دغه راز په یادو عملیاتو کې ۳۵ ترهګر ټپیان او ۹ شکمن کسان هم نیول شوي دي.
رادمنش همدارنګه وویل، د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم لخوا ۲۴ کړۍ ماینونه چې د ترهګرو لخوا د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ شوي دي.
د رادمنش په وینا، همدا اوس په ۱۱ ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا ۱۶ تعرضي عملیات روان دي. کومانډو ځواکونو په یو شمېر ولایتونو کې ۶۴ تهاجمي عملیات تر سره کړي او د ترهګرو د پټنځایونو د له منځه وړلو په موخه هم ۱۱ هوایي بریدونه شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، ننګرهار، کاپیسا، خوست، لوګر، ارزګان، زابل، فراه، بادغیس، فاریاب، کندز او هلمند ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات بریالي وبلل او زیاته یې کړه، چې یاد عملیات په بریالیتوب سره پر مخ روان دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchkznzk23n--d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته