دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۳
د مطلب کود : 161656
په الجزایر کې د نظامی الوتکي لوېدلو له امله ۲۵۷ تنه وژل شوي
په الجزایر کې د یو الوتکې لوېدلو له امله ۲۵۷ تنه وژل شوي چی په دی الوتکه کې نظامی پرسونل سپاره وو.

دا پیښه نن د الجزایر په باوفریق هوايي ډګر کې رامنځته شوه.
ویل کېږي چې د وژول شویو زیاته برخه پوځيان او د هغوی د کورنۍ غړي دي.
په وژل شويو کې د پوليساريو جبهې شپږويشت غړي هم شامل دي چې د لوېديځې صحارا لپاره له مراکشه خپلواکي غواړي.
الجزاير د دغو جلاغوښتونکو ملاتړ کوي.
د ټلوېزيوني راپور له مخې د پېښې له ځایه دود پورته کېږي.
«الجزایر ۲۴» ټلوېزیون ويلي چې دغه نظامي ترانسپورټي الوتکه له څو شېبې پورته کېدو وروسته راولوېده.
https://avapress.com/vdcam6n6i49nii1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته