دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۴۵
د مطلب کود : 161665
دکډوالو وزير دمشرانو جرګې دنړيوالو اړيکو دکميسون سوالونو ته ځوابونه وويل
دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نن چهارشنبه د وري په ۲۲مه د مشرانو جرګې دنړيوالو اړيکو دکميسون په ناسته کې دمشرانو جرګې ديوشمېر وکيلانو سوالونه ته ځوابونه وويل.
په دغه ناسته کې د کميسون رئيس انجينر احمد جاويد روف، دکميسون يوشمېر غړو، دبهرنيوچارو وزارت او دکډوالو چارو وزارت استازو ګډون درلود،په ترکيه، پاکستان، ايران او اروپايي هېوادونو کې دافغان کډوالو په ستونزو او مشکيلاتو بحث او خبرې وشوې، دکډوالو وزير  سيد حسين عالمي بلخي دکډوالو په برخه کې د خپلې کړنو او لاسته راوړنو په اړه يادکميسون ته خپل معلومات وړاندې کړل.
دکډوالواو راستنېدونکو چارو  وزير سيد حسين عالمي بلخي  په پاکستان او ايران کې د افغان کډوالو دوضيعت په اړه وويل: چې دافغان  پناه غوښتونکو دقانوني کېدو ،ددوی دکارتونو تمديد په برخه کې  په دوو ګاونډيو هېوادونو کې پرمختګ شوي، دنوموړي په ويناپه پاکستان کې ۹۰۰ بې اسناد کډوال ثبت او راجستر شوي، چې له دې جملې څخه يې ۳۰۰۰ افغان کډوالو ته د ( ACC ) کارتونه وېشل شوي.
عالمي بلخي وويل: پاکستاني چارواکو ژمنه کړې چې دکډوالو ستنېدنه به په خپله خوښه وي  دهغه په وينا د ۳۳۰ تنو افغان ماشومانوپه شمول ۷۸ زره بې اسنادو کورنيوماشومانو په ايران کې دزده په موخه په ښوونځيو کې شامل شوي دي.
هغه په ترکيه کې دافغان کډوالو دمشکيلاتو په اړه وويل: چې دترکيې هېواد  په ترکيې کې دمېشت افغان کډوالو د اخراجولو په برخه کې  دکډوالو چارو له وزارت سره هوکړه نه ده کړې او ژر ده چې په ترکيې کې دافغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه يو پلاوی واستول شي.
دکډوالو وزير په اروپايي هېوادونوکې دافغان کډوالو ستونزو ته په اشارې سره وويل: دکډوالو وزارت ديو ګډمديريت په پايله کې په اروپايي هېوادونو کې د  ۱۰۰ تنو  افغان کډوالو دجبري ويستلو مخه نيولې.
په پای کې دنړيوالو اړيکو کميسون رئيس احمد جاويد روف او ددغه کميسون غړې ډاکټرې انارکلي هنريار دکډوالو چارو دوزير دکړنو او لاسته راوړنويادونه وکړه او له ده  څخه يې مننه وکړه.
 
https://avapress.com/vdcai6n6m49nii1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته