د غزنی والی معاون وایی چی هغه ولسوالان چی دندي ته نه حاضریږی، قانونی چلند ترسره کیږی.
غزنی والی معاون: غایب ولسوالانو سره قانونی چلند کیږی
23 حمل 1397 ساعت 10:34
د غزنی والی معاون وایی چی هغه ولسوالان چی دندي ته نه حاضریږی، قانونی چلند ترسره کیږی.
د آوا په ګزارش سره، عارف واحدی؛ د غزنی والی ویاند، نن پرون چهارشنبه د غزنی ولسوالیو ولسوالانو سره په یو ناسته کې وویل: ولسوالان باید شپه او ورځې د خلګو په خدمت کې وی او د غیری حاضریو او بی ځایه غیبتونو څخه ډډه وکړی.
د غزنی والی معاون ولسوالانو ته خبرداری ورکړ چی د غیبت یا غیری حاضری په صورت کې، دهغوی سره قانونی چلند به ترسره شی.
د غزنی دا سیمه ایز مقام په داسی حال کې ددی ولایت ولسوالانو ته خبرداری ورکوی چی غزنی اوسیدونکې د ولسوالانو ډیرمدته غیبتونو او هغوی نه حضور څخه په ولسوالیو کې شکایت لری.
ولسوالان وایی چی هغوی هر وخت خپل دندو لپاره حاضر دی او په ځینو وختونو کې د ځینو مشکلاتو له امله غیری حاضری لری.
د مطلب کود: 161683