دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۳۸
د مطلب کود : 161729
د ملګرو ملتونو وروستۍ شمیرې ښیې چې په ۲۰۱۸ کال کې په دوامداره توګه لوړه ملکي مرګ ژوبله ثبت شوې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) یو ځل بیا په جګړه کې په ښکیلو غاړو غږ کوي چې د ملکیانو د خوندیتوب په موخه خپلې هڅې ډیرې کړې، ځکه د ۲۰۱۸ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د ملکي تلفاتو کچه د ۲۰۱۷ کال همدې مودې ته ورته لوړه پاتې ده.
د ۲۰۱۸ کال د جنوري له لومړۍ نیټې څخه د مارچ تر ۳۱ مې نیټې پورې یوناما ۲۲۵۸ ملکي تلفات ثبت کړي ( ۷۶۳ وژل شوي او ۱۴۹۵ ټپیان دي)، چې دا د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ میلادي کال د لومړیو دریو میاشتو په څیر د ملکیانو د ورته کچې ثبت شوی زیان منعکسوي. دغه موندنې د یوناما د ۲۰۱۸ کال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ربع وار درې میاشتني راپور کې په پشپړه توګه بیان شوي دي.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیالې، انګرید هایدن وویل: ” د جګړې ښکیل اړخونه باید د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د خپل توان تر بریده ټولې هڅې تر سره کړي. ملکي افغانان په دوامداره توګه په جګړو کې ایساریږي او زیان ګالي، په داسې حال کې چې مخنیوی یې کیدای شي؛ داسې کړنې باید همدا اوس ودرول شي. “
پیچلي او ځانمرګي بریدونه چې له وړاندې تعبیه شوي چاودیدونکې توکي په کې کارول شوي د ملکي تلفاتو مهم لامل پاتې شوی چې دا په ۲۰۱۸ کال کې نوې بڼه ګڼل کیږي. ځمکنۍ نښتې د ملکي تلفاتو دوهم مهم لامل دی چې ورپسې قصدي او هدفې وژنې، له جګړو پاتې شوي چاودیدونکي توکي او هوایي بریدونه یې نور لاملونه دي.
د دې تر څنګ، راپور له اندیښنې سره کاږي چې د حکومت ضد عناصرو ته منسوب شوو ملکي تلفاتو په کچه کې زیاتوالی راغلی. د ۲۰۱۸ کال په لومړیو دریو میاشتو کې حکومت مخالف عناصر د ۱۵۰۰ ملکي تلفاتو لامل شوي ( ۵۱۱ وژل شوي او ۹۸۹ ټپیان دي)، چې دا د تیر کال د همدې مودې په پرتله شپږ سلنه زیاتوالی په ګوته کوي.
د ۲۰۱۷ کال په دوام، د ۲۰۱۸ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د حکومت مخالف عناصرو ته د منسوب شوو ملکي تلفاتو په کچه کې ۱۳ سلنه ټیټوالی راغلی چې د ۴۰۷ ملکي تلفاتو څخه ( ۱۷۶ وژل شوي او ۲۳۱ ټپیان دي). د یوناما د موندنو له مخې، حکومت پلوه ځواکونه د ۲۰۱۸ کال د لومړیو دریو میاشتو په ترڅ کې د ټولو ملکي تلفاتو د ۱۸ سلنې لامل شوي ( ۱۱ سلنه افغان ملي امنیتي ځواکونه، ۲ سلنه نړیوال پوځي ځواکونه، ۴ سلنه نا مشخص حکومت پلوه ځواکونه او یوه سلنه حکومت پلوه وسله والې ډلې).
د ۲۰۱۸ کال په لومړیو دریو میاشتو کې یوناما د هوایي بریدونو له امله ۱۴۲ ملکي تلفات ( ۶۷ وژل شوي او ۷۵ ټپیان دي) ثبت کړي چې دا د ۲۰۱۷ کال د همدې مودې په ترڅ کې له ثبت شوو شمیرو سره سمون لري. ماموریت د هوایي بریدونو له امله د رامنځته شوو تلفاتو ۳۵ سلنه نړیوالو پوځي ځواکونو، ۳۵ سلنه یې افغان هوایي ځواکونو او پاتې نور یې نا مشخص حکومت پلوه ځواکونو ته منسوبوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb58b89rhb0zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته