دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۶
د مطلب کود : 161741
غزنی کې طالبانو پر مواضعو باندی امنیتی ځواکونو برید
ددی وروسته چی طالبان غزنی ولایت کې ډله ییز برید ترسره کړل، افغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونو ددی برید په غبرګون هغوی مواضعو باندی درنه هوایی او ځمکني بریدونه ترسره کړي دی.
د غزني والي ویاند محمد عارف نوري وایي، پر خواجه عمري ولسوالی د برید په غبرګون افغان هوایي پوځ او امنیتي ځواکونو نن سهار د طالبانو پر مواضعو هوایي او ځمکني بریدونه پیل کړل.نوموړی زیاته کړه، چې د عملیاتو په ترڅ کې لر تر لږه ۳۸ تنه وسله وال طالبانو وژل شوي او تر ۳۰ زیات ټپيان شوي دي.د ښاغلي نوري په وینا، د عملیاتو په ترڅ کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه دی اوښتې.دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو پرون شپه ناوخته د خواجه عمري ولسوالی پر وداني او امنیتي پوستو ډلییز بریدونه پیل کړل.د ځایي چارواکو په وینا، د برید په ترڅ کې د یا ولسوالی ولسوال په ګډون یو شمېر امیتي منسوبین هم خپل ژوند له لاسه ورکړي.په همدې حال کې د غزني والي ویاند وایي، د طالبانو پر مواضعو تازه بریدونه تر ۱۱ بجې دوام درلود او دا مهال په سیمه کې حالت عادي دی.
https://avapress.com/vdcfjydyyw6dvea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته