کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارزګان او پکتیکا کې وسله والو مخالفانو ته مرګ ژوبله

24 حمل 1397 ساعت 9:04

د چارواکو په وینا په ارزګان او پکتیکا ولایتونو کې د د امنیتی ځواکونو بیلابیلو عملیاتو په لړ کې ۳۵ تنه وسله والو مخالفانو ته سخته مرګژوبله اوښتي.



په سوېل کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو وایی چی  د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې، په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې څلور طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
سرچينې زياته کړې چې دغه راز د ولايت د مرکز ترینکوټ په چپه خاک او ګوګرک سیمو کې د توپچي او هوايي بریدونو له امله درې طالبان وژل شوي او يو بل  ټپي دى.
د يو بل خبر له مخې، پرون سهار وختي د پکتيکا ولايت په اومنه ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر يوه مرکز هوايي بريد شوى دى.
د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال محمد اعظيم هاشمي پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې د يو پاکستاني سرګروپ په ګډون اووه طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه چې په دغه هوايې بريد کې ۱۷ ماينونه، يو ټيوټا ډوله موټر او شپږ موټرسايکل له منځه تللي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


د مطلب کود: 161757

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/161757/ارزګان-او-پکتیکا-کې-وسله-والو-مخالفانو-ته-مرګ-ژوبله

آوا
  https://www.avapress.com