دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۲۹
د مطلب کود : 161771
جنرال رازق: د طالبانو کوټې شورا ۶۰ مشرانو سره تفاهم ته رسیدلی یم
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق اد ادعا په اساس، هغه د طالبانو د کوټې شورا ۶۰ مشرانو سره په تفاهم رسیدلي دي.

نوموړی پرون له خبریالانو سره د مرکې پر مهال وویل، چې د طالبانو د کوټې شورا ۶۰ غړي غواري چې د افغانانو په مشری د سولې له بهیر سره یوځای شي.
جنرال رازق په همدې حال کې وایي، ټاکل شوې چې د طالبانو دغه جګپوړي ډلمشران د سولې له بهیر سره د یوځای کېدو وروسته د کندهار ولایت په مربوطاتو او په امن سیمو کې عادي ژوند پیل کړي.
هغه دا هم وویل، چې د طالبانو دغه جګپوړي ډلمشران دا مهال د طالبانو او د کوټې شورا په لیکو کې د وزیرانو او د فرقې په کچه د لوړپوړي ډلمشرانو په توګه په فعالیتونو بوخت دي.
د کندهار امنیه قوماندان دا هم وویل، چې د طالبانو دغه جګپوړي ډلمشران به په راتلونکو کې د ولسي جرګې او ولایاتي شوراګانو په ټاکنو کې هم برخه واخلي.
خو د طالبانو وسله والې ډلې تر اوسه د جنرال رازق د ادعاو په اړه څه نه دي ویلي.

 
https://avapress.com/vdciyzazzt1aqy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته