د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري په وینا وسله والو طالبانو تېره شپه پر یادو امنیتي پوستو حمله وکړه.
نوموړی وايي چې د یادو بریدونو پرمهال ۹ تنه طالبان هم وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه هم د دغه ولایت پر خواجه عمري ولسوالۍ د طالبانو په حمله کې د چارواکو د معلوماتو له مخې د ولسوال په ګډون ۱۴ پولیس او دولتي مامورین ووژل شول.