دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۱
د مطلب کود : 161784
طالبانو یو ځل بیا د کابل بریښنا پرې کړه
تیره شپه وسله‌والو طالبانو د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د بریښنا یوه ستنه په بمونو الوزولې، چې له امله یې د کابل او یو شمیر نورو ولایتونو بریښنا پرې شوې ده.
د بغلان د پولیسو ویاند ذبیح‌الله شجاع امریکا غږ اشنا ته وویل، وسله‌والو طالبانو د بریښنا دغې ستنې ته د شپې له تیارې څخه په استفادې نږدې درې بجې د دوشي ولسوالي په تګګ سیمه کې چاودنه ورکړې ده.

هغه وویل "د بریښنا د بیا نښلولو لپاره هڅې روانې دي".

د بریښنا دغه ستنه د کرکر سټیشن پورې تړلې ده، چې د ازبکستان او تاجکستان ۳۰۰ میګاواټه وارداتي بریښنا افغانستان ته انتقالوي.

د افغانستان د بریښنا شرکت مسولین وايي، په بغلان کې د بریښنا د ستنې د ړنګیدو له امله، د کابل، پروان، ننګرهار، میدان وردګ او غزني ولایتونو بریښنا پرې شوې ده.

د بریښنا شرکت ویاند وحید‌الله توحیدي امریکا غږ آشنا ته وویل، چې د بریښنا دغه ستنه په بشپړ ډول له منځه تللې او د بیا رغولو لپاره یې تخنیکي ډله سیمې ته رسیدلې ده.

هغه وویل "زموږ همکاران چې ساحې ته دننه شوي هلته جنګ دی، په تمه دي چې هغوی ته اجازه ورکړل شي، وروسته له هغې موږ کولی شو، چې دا بیرته ژر جوړه کړو".

که څه هم د بغلان ولایت امنیتي چارواکو د پیښې مسولیت د وسله‌والو طالبانو په غاړه اچولی، خو دغې ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

څه موده وړاندې هم وسله‌والو طالبانو د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ په کیله‌ګي دښته کې، افغانستان ته د ازبکستان او تاجکستان د وارداتي بریښنا یوه ستنه په بمونو الوزولې وه.

د بغلان ولایت د سیمه‌ییزو چارواکو پروینا، د دغه ولایت د ډنډ د سیمې طالبانو ګواښ کړی، که حکومت ورته بریښنا ورنکړي نو په ورانکارۍ به لاس پورې کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc4sqs02bqem8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته