دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۴
د مطلب کود : 161787
د داعش پر مرکزونو "بمونو د مور" بم د اچولو یو کال تیرشو
تیره ورځ د اپریل دیارلسمه د امریکا د پوځ له خوا په افغانستان کې د غیرې اتومي بمونو تر ټولو ستر بم " بمونو مور" د استعمالولو لومړۍ کالیزه ده.


له نن څخه یوکال وړاندې په همدې ورځ په افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې د اسلامي دولت یا داعش پر مرکزونو ترټولو ستر بم چې د "جي بي یو ۴۳" په نوم یادیږي او په غیرې اتومي بمونو کې ترټولو ستر بم ګڼل کیږي استعمال کړ.

د بم د کارولو وروسته امریکایي پوځي چارواکو اعلان وکړ، چې دغه بم د اچین ولسوالۍ د مامندو په دره کې د اسلامي دولت د جنګیالیو سمڅې او تونلونه له منځه وړي او د دغې ډلې ۳۶ وسله وال یې وژلي دي.

یو کال وړاندې امریکایي ځواکونو دا بم د داعش پر مرکزونو چې هغه مهال د اچین ولسوالۍ د مامند درې په سر کې د اسدخیلو په سیمه کې پراته وو، اچولی وو، خو اوس مهال د اسدخیلو سیمه او د دغې سیمې لس کیلومتر وړاندې نوره سیمه د افغان ځواکونو په کنټرول کې راغلې ده .

د اچین ولسوال محمد اسمعیل شینواری امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې اوس داعش وسله وال یوازې د مامندو درې په وروستۍ برخه کې په دریو کلو کې ځای پرځای دي.

ښاغلي شینواري وویل " دغه درې کلي د ډیورنډ د کرښې څخه اوه کیلومتره په فاصله کې پراته دي او چې کله هم افغان ځواکونه دا کلي ونیسي نو د ډیورنډ د کرښې صفري نقطې ته به ورسیږي".

د ډیورنډ د کرښې هغې خوا ته د تیره دره پرته ده.

که څه هم د ننګرهار د اچین په ولسوالۍ کې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې فعالیتونه محدود شوي، خو د یو کال په موده کې د دې ډلې وسله وال د ننګرهار ترڅنګ د کونړ او جوزجان په ولایتونو کې هم د افغان حکومت او په افغانستان کې د میشتو نړیوالو ځواکونو پر وړاندې فعال شوي دي.

کونړ کې د سیمې اوسیدونکي وايي،اوس د دغې ډلې فعالیتونه دغه ولایت کې هم زیات شوي دي.

د کونړ ولایتي چارواکي هم د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې د داعش د ډلې د وسله والو فعالیتونه مني، خو ادعا کوي، چې د دې ډلې ډیر وسله وال د ډیورنډ د کرښې له هغې غاړې افغانستان ته را اوړي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د داعش پر مرکزونو باندې د دغه بم له غورځولو وروسته د تیر یوکال په موده کې د اسلامي دولت یا داعش پنځه سیمه ییز مشران او د دغې ډلې ۱۵ لوړپوړې قوماندانان وژل شوي دي.

د دفاع وزارت د ویاند سرپرست جنرال محمد رادمنش امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې اوس د ننګرهار په دریو ولسوالیو کې داعش وسله وال فعال دي.

جنرال رادمنش وویل " داعش دلې په ننګرهار کې نهه ولسوالۍ د ګواښ سره مخ کړې وې، خو فعالیتونه یې محدود شول او اوس مهال د افغانستان امیتي او دفاعي ځواکونه په دریو ولسوالیو کې د دغې ډلې پر وړاندې په فعالیت بوخت دي. د درزاب په ولسوالۍ کې هم د داعش پر وړاندې هوایي او ځمکې له لارې بریدونه ترسره کیږي".

جنرال رادمنس په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو شمیر د زرو او یو نیم زرو په شاخوا کې اټکل کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانی(آوا)
https://avapress.com/vdcfcydyew6dvea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته