دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۶
د مطلب کود : 161792
د انتخاباتو کمېسیون: د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر نن«شنبه»رسماً پیلېږي
د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو لپاره نن شنبه د هېواد په ټولو ښارونو کې د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې پروسه رسماً پيلېږي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون وايي، په ٣۴ ولايتونو کې به د نوم ليکنې څه کم ١۵٠٠ مرکزونه پرانيستي وي.
د دغه کمېسيون يوه مرستيال معاذ الله دولتي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې رايه ورکوونکي د خپلو تذکرو له مخې ثبتېږي.
نوموړي زیاته کړه:"مهمه ده چې خلک د تابعيت تذکرې له ځان سره ولري چې د رايې ورکولو شرايط په کې واضح دي چې د افغانستان تابعيت ولري او ١٨ کلنۍ ته رسېدلى وي، په ټول افغانستان کې به ١٤١٩ مرکزونه پرانيستي وي، له ټولو هېوادوالو هيله کوم چې خپل نومونه ثبت کړي چې د رايې پر شرايطو د برابرو کسانو صاف او منظم ليست ولرو."
ښاغلي دولتي وويل چې د نوم ليکنې پروسه په دوو پړاوونو کې اول په ښارونو، بيا په ولسواليو او کليو کې ترسره کېږي چې هره پروسه، يوه مياشت وخت نيسي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د مرستيال په خبره د نوم ثبتولو پروسې د پرمخ بېولو لپاره څه باندې ١٠زره نور کسان ګمارل شوي دي.
ده هيله وښوده چې دغه پروسه به له کوم امنيتي خطر پرته په ټول هېواد کې عملي شي.
د افغانستان دفاع وزارت ډاډ ورکوي چې افغان ځواکونو د نوم ليکنې د مرکزونو د امن لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي.
د دفاع وزارت سرپرست وياند بريد جنرال محمد رادمنش ازادي راډيو ته وويل:
 
"د دې لپاره چې وکړاى شو هېوادوالو ته د انتخاباتو شرايط برابر کړو، د جمعې په ورځ مو په هغو سيمو کې چې لوړ امنيتي تهديدات په کې وو جنګي عمليات زيات کړل."
تر دې مخکې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د مشرتابه په حضور کې د ټولو ولايتونو له واليانو سره د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
د جمهوري رياست د اعلاميې په حواله، ولسمشر غني د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې د پروسې پيل، د انتخاباتو د ملي پروسې د شفافيت لپاره مهم بللى دى.
د انتخاباتو خپلواک کمېسيون ويلي چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو دغه انتخابات به چې څو څو وارې يې نېټه ځنډول شوې، د تلې يا مېزان پر٢٨مه وشي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb98b85rhb0zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته