دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۰
د مطلب کود : 161795
ټرامپ سوریی هغو حکومتی تاسیساتو باندی د حملې امر صادر کړ چی کیمیاوی موادو جوړولو کې ورڅخه ګټه پورته کیږی
د امریکا ولسمشر اعلان کړ چی د کیمیاوی موادو جوړونکو حکومتی تاسیساتو باندی حمله وشی چی په سوریه کې دی.

ډونالډ ټرمپ وویل، دغه حمله چې په ګډه له فرانسې او بریتانیې سره پیل کېږي تر هغو به دوام ولري تر څو چې د سوریې رژیم د ډله ییزې وژنې د کیمیاوي وسلو کارول نه وي بند کړي.
نوموړي زیاته کړه:"یو ګډ عملیات د فرانسې او انګلستان له وسله وال پوځ سره د اجرا په حالت کې دي، موږ له دواړو هېوادونو مننه کوو."
ټرمپ تېره شپه خپلو خلکو ته په وینان کې وویل چې دغه حمله د اسد د رژیم لخوا د اپرېل پر اوومه په دوما ښار کې د زهرجنو ګازو د حملې په غبرګون کې کېږي.
د راپورونو له مخې په دغه حمله کې ۴۳ملکیان ووژل شول.
د امریکا متحده ایالاتو وویل چې دغه حمله د اسد رژیم تر سره کړې ده.
د امریکا ولسمشر پر روسیې او ایران غږ وکړ چې د بشار الاسد د رژیم له ملاتړه لاس واخلي.
 
https://avapress.com/vdceoz8znjh8pfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته