کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د رای ورکولو لپاره نوم لیکنې بهیر پیر شو

25 حمل 1397 ساعت 12:18

په افغانستان کې نن په رسمی توګه د راتلونکو ولسی جرګې او ولسوالیو شورا ګانو د ټاکنو لپار نوم لیکنې پیل شو.



د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم په کابل کې د رای ورکونکو د نوم لیکنې یوه مرکز ته ورغی او نوم لیکنه یې وکړه.
ښاغلي عبدالله له نوم لیکنې وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې پر افغانانو غږ وکړ چې د نوم لیکنې نېږدې مرکزونو ته ورشي او د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره خپل نومونه ثبت کړي.
عبدالله عبدالله یو ځل بیا ژمنه وکړه چې د ملي یووالي حکومت مشران بیا د انتخاباتي کمېسیونو په چارو کې مداخله ونه کړي.
د عبدالله په باور که څه هم د نوم لیکنې لړۍ په ځنډ پیل شوه خو بیا هم د انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه لوی ګام دی.
اجرائيه رئیس همدا راز وویل چې د هېواد امنیتي وضعیت لاهم د انتخاباتو پر وړاندې لویه ننګه ده خو امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره زمینه برابره کړي.


د مطلب کود: 161797

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/161797/په-افغانستان-کې-د-رای-ورکولو-لپاره-نوم-لیکنې-بهیر-پیر-شو

آوا
  https://www.avapress.com