دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۵۸
د مطلب کود : 161813
سوریه باندی د امریکا او امریکا نورو متحدانو بریدونه روسیه او ایران غندلي
امریکا متحده ایالتونه له نورو متحدانو لکه فرانسې او بریتانیا سره په ګډه سوریه باندی هوایی بریدونه پیل کړي.
دا بریدونه ددی وروسته پیل شوی چی په سوریه کې د کیمیاوی بریدونو په وړاندی امریکا او امریکا ملاتړ کوونکې غبرګون ښودلي.
د روسيې ولسمشر د امريکا په رهبرۍ د سوريې په وړاندې پوځي اقدام غندلى او د يوه خپلواک دولت په وړاندې يې «د يرغل عمل» بللى دى.
تاس او انټرفاکس خبري اژانسونو د ویلاديمير پوتين په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي، روسيه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د يوې اضطراري غونډې غوښتنه کوي.
پوتين ويلي چې پر سوريې حمله د نړيوالو اړيکو پر ټول سيسټم «ويجاړوونکى اغېز» کوي.
بلخوا د ايراني رسنيو د راپور له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت د سوريې په وړاندې پوځي اقدام په کلکه غندلى دى.
د دغه هېواد لوى مذهبي مشر ايت الله علي خامنه اي ويلي چې دغه نظامي اقدام يو جنايت دى چې هېڅ لاسته راوړنه به ونه لري.
بلخوا د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل چې دغه حملې د اسد د رژیم لخوا د اپرېل پر اوومه په دوما ښار کې د زهرجنو ګازو د حملې په عکس العمل کې کېږي.
د امریکا متحده ایالاتو ويلي چې دغه حمله د اسد رژیم تر سره کړې ده، خو دمشق وايي، له کيمياوي وسلو يې کار نه دى اخيستى.
د روسيې دفاع وزارت وايي، په دغو حملو کې په سوريه کې د دوى پوځي اډو ته څېرمه ساحې نه دي په نښه شوي.
https://avapress.com/vdcfyydymw6dvca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته