دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۵
د مطلب کود : 161826
جمهوررئیس غني له هېوادوالو وغوښتل چې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې پروسه کې نومونه ثبت کړي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني او د هېواد لومړۍ مېرمن نن له غرمې مخکې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره د رای ورکوونکو د نوم لیکنې په پروسه کې نومونه ثبت کړل.


په دغو مراسمو کې چې د حکومت مشرتابه او د کابینې غړو هم حضور درلود، د هېواد جمهوررئیس وویل: نن ورځ په نیک فال نیسو او د ټاکنو قانون او د اساسي قانون د سپارښتنو سره سم ستر ګام واخېستل شو.

هغه زیاته کړه، د رایې ورکولو حق او د ټاکلو حق د ولسواکۍ ځانګړنه ده او حکومت د ټاکنو د کېدو نیت، اراده او واضح تعهد لري.

د هېواد جمهوررئیس وویل، تراوسه مې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له هیڅ غړي سره یواځې نه دي لېدلي، بلکې د بین‌المللي شریکاتو په حضور کې چې اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله هم حضور درلود د مهمو موضوعاتو په اړه مو بحث کړی، ځکه زه د کمېسیون استقلالیت ته درناوۍ لرم.

هغه یوځل بیا ټینګار وکړ چې ملکي او پوځي مسوولان باید د ټاکنو کمېسیون خپلواکۍ ته درناوی ولري او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په چارو کې ورته هیڅ ډول لاسوهنه د منلو وړ نه ده.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه وغوښتل چې په بې پریتوب او ایمانداری سره خپله دنده ترسره کړي؛ ځکه د هغه په وینا، کمېسیون، ملي کمېسیون دی او ټولو خلکو پورې اړه لري او مسوول دی.

هغه په دغه ملي پروسه کې د رسنیو نقش وستایه او له مدني بنستونو، سیاسي ګوندونو او نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د راتلونکو ټاکنو هراړخیزه څارنه وکړي. هغه زیاته کړه، د ټاکنو کمېسیون دې په راتلونکي کال کې د جمهوري ریاست د ټاکنو ترتیبات ونیسي او په هغې یې هم جدي څارنه وغوښته.

جمهوررئیس د ټاکنو د خپلواک کمېسیون، امنیتي سکتور، د احوالو د ثبت ریاست، سیمه‌ییزو ارګانونو او نورو برخو څخه مننه وکړه چې په ټول هېواد کې يې د نوم لیکنې پروسې د پیلولو زمینه برابره کړې ده.

جمهوررئیس له ملي شورا وغوښتل چې دغه نوي فصل ته د داخلېدو په درشل کې دې د حکومت په څیر خپل کارونه له ملت سره شریک کړي او له هغو کسانو چې راتلونکو ټاکنو ته کاندید دي وغوښتل چې د ټاکنو قانون رعایت کړي.

هغه په ټینګار وویل، هیڅ کاندید د ټاکنو په پروسه کې د مداخلې حق نه لري او د ټاکنو له خپلواک کمېسیون او همکارو بنسټونو یې وغوښتل چې له سرغړونکو او درغلګرو سره کلک قانوني چلند وکړي.

جمهوررئیس خلکو ته په خطاب کې وویل: ښځې او نر په یو غږ د رایه ورکولو پروسې کې نوم لیکنه جدي ونیسئ، لکه دا نن چې ما او لومړۍ میرمن په دغه پروسه کې نوم لیکنه وکړه. هغه زیاته کړه، په شرایطو برابر هر افغان ته باید د نوم لیکنې زمینه برابره شي.

جمهوررئیس محمداشرف غني له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان حکومت د سولې وړاندیز سره چې کوم فرصت برابر شوی دی له هغې دې ګټه واخلي او په راتلونکو ټاکنو کې دې ونډه واخلي او د یو سیاسي ګوند په توګه دې راڅرګند شي.

د هغه په خبره ټاکنې یوه وسیله ده چې سیاسي او فکري اصلاحات د خلکو د رڼو رایو په اساس رامنځته کوي او ګټور سیاستونه باید د جبري سیاستونو ځای ونیسي، ځکه خلک له جنګه ستړي شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcj8vevmuqemoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته