په کندهار ولایت کې ځایي چارواکي په ادعا، ښاغلي ګرانی پرون د غرمې پر مهال د کندهار ښار د نهمې امنتي حوزې به مربوطاتو کې په ډزو وژل شوی.
سرچینې زیاتوي، چې ښاغلي ګرانی د ناملومو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی او د هغه یوه ساتونکی ټپي دی.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
کندهار د افغانستان په سویل کې په وروستیو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو له څو میاشتو راهیسې د کندهار امنیتي وضعیت خراب شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د دولت ضد وسله والې ډلې هڅې کوي تر څو د هېواد په مهمو ولایتونو او ښارونو کې خپل ترهګریز فعالیتونه ګړندي کړي.