دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۶
د مطلب کود : 161836
ډیورنډ کرښې ته څېرمه د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې روانې دي
په خوست ولایت کې ځایي امنیتي چارواکي وایي، په ځاځي میدن ولسوالی کې او د ډیورڼد کرښې ته څېرمه د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې روانې دي.

د خوست امنیه قومانداني سرپرست عبدالحنان تائید کړه، چې د واړو غاړو ترمنځ نښتې نن سهار پیل شوه.
هغه زیاته کړه، چې پاکستاني پوځیانو غوښتل له ډیورنډ کرښې دې غاړې ته پرمختګ وکړي چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت شره مخ شول.
د نښتې په ترڅ کې د اوښتو تلفاتو په اړه کره معلومات په لاس کې نشته.
په مرکز کې چارواکو او د افغانستان د ملي دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcae6n6i49nia1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته