کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سیاسي ګوندونه: له ټاکنو څخه د څارنې خونه دې جوړه شي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 حمل 1397 ساعت 14:47

په افغانستان کې یو شمیر ګوندونه او سیاسي خوځښتونه له افغان حکومت څخه غواړي چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په جوړښت کې دې د مرکز او ولایاتو په ګډون د څارنې یوه خونه جوړه شي.



په افغانستان کې د ۲۸ ګوندونو په استازیتوب د یکشنبې پر ورځ ۷ ګوندونو "د ټاکنو په تړاو د ګوندونو او سیاسي خوځښتونو"غونډه جوړه کړه او له حکومت څخه یې د دغو ګوندونو لپاره په ټاکنو کې ۶ اساسي غوښتنې مطرح کړې.
د اسلامي حزب په استازیتوب عبدالستار خواصي وویل، د افغانستان خلک باید یو ځل بیا د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو ترخه تجربه و نه ویني او را روانې ټاکنې باید رڼې او سرتاسري ترسره شي.
هغه د نورو ګوندونو په استازیتوب په ټاکنو کې د څار لپاره د مرکز او ولایاتو په ګډون د یوې څارخونې په جوړولو ټینګار وکړ او وې ویل"احزاب غواړي چې د نظارت یو اتاق ولري چې د کمیسیون په کړنو باندې نظارت ولري که چیرې د کمیسون په کړنو نظارت ونه لري متاسفانه د ۲۰۱۴ کال ټاکنو په څیر به له تقلب څخه ډک وي چې د بهرنیو پر وینا ټاکنې نه وې یو وحشتناکه خوب وه نو موږ غواړو دا وحشتناکه خوب رفع شي او د خلکو رایه په ټوکو ونه نیول شي نو په همدې خاطر غواړو په مرکز او ولایتونو کې د ټاکنو د کمیسیون کړنې تر څار لاندې ونیسو".
د احزابو دا غړي وایي په را روانو ټاکنو کې د رایو د ضایعې کیدو د مخنیوي په خاطر باید د احزابو نوملړ جوړ شي.
دده پر وینا په تیرو پارلماني ټاکنو کې د ټاکنو د ناسم څار له امله د خلکو ۶۲ فیصده رایې ضایع شوي دي او یوازې د ۳۸ فیصدو رایو پر بنسټ پارلمان جوړ شوی وو.
د خلکو د اسلامي وحدت ګوند په استازیتوب ښاغلي محمد عبده په دې اړه وویل "ددې لپاره چې د خلکو رایې بې ځایه لاړې نه شي دا رای باید د رای ورکونکو په فهرست کې د لیږد وړ اوسي ".
په افغانستان کې دغو ګوندونو او سیاسي خوځښتونو د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه وغوښتل چې بې ځایه شوو او بیرته راستنیدونکو ته هم د نوملیکنې او په ټاکنو کې د ګډون زمینه برابره کړي.
دوی دغه راز ټینګار وکړ، چې د رایې ورکولو مرکزونه دې باید په عادلانه ډول جوړ شي او په هغو سیمو کې چې د امنیتي ستونزو له امله یو شمیر مرکزونه حذف شوي دي له سره د پرې غور وشي.
د احزابو غړو همدارنګه وویل چې ټاکنې باید د میزان په لومړۍ نیټه ترسره شي .
په افغانستان کې ګوندونه او سیاسي خوځښتونه په داسې حال کې افغان حکومت ته خپلې طرحې وړاندې کوي چې پرون د شنبه په ورځ د رای ورکونکو د نوملړ د ترتیب په خاطر د رای ورکونکو نوملیکنه پیل شوه.
ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د روان لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۶مه نیټه ترسره شي، خو د امنیتي، بودیجوي او تخنیکي ستونزو له امله د دغو ټاکنو نیټه د میزان ۲۸مې ته وځنډول شوه.


د مطلب کود: 161865

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/161865/سیاسي-ګوندونه-له-ټاکنو-څخه-د-څارنې-خونه-دې-جوړه-شي

آوا
  https://www.avapress.com