کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو د سرپل په سنچارک کې ۱۱ پاڅون کوونکي وژلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 حمل 1397 ساعت 16:12

سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې د سرپل د سنچارک ولسوالۍ په تبر او تغای خواجه سیمو کې وسلوالو طالبانو تېره شپه برید کړی، چې د ولسي پاڅون کوونکیو او وسلوالو طالبانو ترمنځ په نښته کې د طالبانو د یو نښه ویشتونکي قومندان نورالدین په ګډون درې وسلوال هم وژل شوي دي.



د سرپل والي محمد ظاهر وحدت وایي، په دغه نښته کې یوولس ولسي پاڅون وال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
ښاغلی وحدت زیاتوي؛ له مرکز څخه تازه دمې سرتېري سنچارک ته استول شوي او اوس وضعیت عادی حالت لري.
د سرپل ولایتي شورا رییس محمد نور رحماني اندېښنه څرګندوي او له کورنیو چارووزارت څخه غواړي، چې د جګړې د مدیریت لپاره وړ کسان وګماري.
په تېرو لس ورځو کې وسلوالو طالبانو د سرپل پر بېلا بېلو پوستو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې پېنځلس امنیتي سرتېري وژل شوي ا و څوارلس نور ټپيان دي.
 


د مطلب کود: 161873

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/161873/طالبانو-د-سرپل-په-سنچارک-کې-۱۱-پاڅون-کوونکي-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com