دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۵۴
د مطلب کود : 161880
په خوست کې د پاکستانې عسکرو او افغان سرحدی ځواکونو ترمنځ نښته
په خوست کې پاکستانې پوځیان د افغان سرحدی ځواکونو سره نښته کړي چی څلور تنه پاکستانې پوځیان پکښی وژل شوي.
په دی نښته کې دوه تنه پاکستانې ځواکونه هم ژوندی نیول شوي دی.
  جګړه  نن سهار  هغه وخت پيل شوه چې  يوه ډله  پاکستاني پوځيانو  د ډيورنډ له کرښې څخه په تېريدو سره  د خوست ولايت  د ځاځيو ميدان ولسوالۍ  دووکليوته  ننوتل .
د رارسيدلو خبرونوله مخې ،  د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ جګړه دوام لري .
  د خوست د والي وياند طالب منګل  وويل په دې جګړه کې تراوسه پورې څلور تنه پاکستاني پوځيان وژل شوي دي  او دوه تنه نور يې د افغانستان د سرحدي ځواکونو له خوا ژوندي نيول شوي دي .
  ده وويل  پاکستاني پوځيانو په افغانستان يرغل کړى و،  او  افغان سرتېرو هم  په همدې خاطر په هغوى ډزې وکړې .
ويل کېږي  تر اوسه پورې په دې جګړو کې  يو افغان ملکي وګړى  شهيد شوى دى او دوه تنه نور ټپيان شوي دي .
دغه جګړه په خوست ولايت کې  د پيښې سيمې ته  څېرمه  د  بازارونو او ښوونځيو د تړل کېدو  سبب شوې ده  .
 
https://avapress.com/vdcjovevyuqemoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته