دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۱
د مطلب کود : 161881
د افغانستان لویدیځ ولایتونه له سختې وچکالۍ سره مخ دي
د هرات، بادغیس او غور ولایتونو د کرنې چارواکي وایي: د افغانستان لویدیځ ولایتونه له سختې وچکالۍ سره مخ شوي، واوره او باران نه دی وریدلی؛ نو، ځکه څړځایونه او دښتې سپیرې شوې او مالداران له زیانونو سره مخ دي.

د هرات د کرنې ریيس عبدلصبور رحماني وایي، چې په لویدیځو ولایتونو کې تېر ژمی نه واورې وورېدلي او نه هم په روان پسرلي کې د بارانونه درک شته. په دغو ولایتونو کې دښتې، ورشوګانې او څړځایونه سپیره دي.
د غور د کرنې رييس عبدالتواب تاییب وایي، چې په دغو ولایتونو کې پېنځه اتیا سلنه کرونده پر لملو ولاړه ده.
د بادغیس د کرنې رييس عبدالعزیز حلیم یار وايي، چې په روان کال کې بارانونه نه دي شوي او سږ کال د سختې وچکالۍ امکان دی.
مالداران سر له اوسه په وېره کې دي، چې څاروي به پرې تاوان شي.
امیر محمد مالدار اړ شوی، چې خپلې رمې او ګلې وپلوري؛ خو یو پسه له نوي زېږیدلي وري سره په ۳۰۰۰ افغانیو پلورل کیږي.
له بادغیس څخه تر لاسه شوي راپورونه وايي، چې هلته ګڼ شمېر څاروي له لوږې مړه شوي دي.
د هرات ولایت د کرنې مسوولین وايي، چې زیاتره څاروي ډنګر او ناروغه شوي، چې ښايي دغه ناروغي نورو سیمو ته پراخه شي.
خلک له دولته غواړي، چې د وچکالۍ له کبله را ولاړو شویو ستونزو ته د حل لار ومومي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaa6n6649nia1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته