دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۵۶
د مطلب کود : 161882
طالبانو په ننګرهار کې د یوې ښوونځي لابراتوار او اسناد لمنځه وړي
په ننګرهار ولایت کې سیمه ییز چارواکي وایي وسله والو طالبانو په مومندره کې د يوه منځني ښوونځي لابر اتوار او اسناد لمنځه وړي دي.
د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ اړوند د ګردي په لنډۍ سيمه کې تېره شپه وسله والو طالبانو د يو منځني ښوونځي لابر اتوار په ماين الوځولی او د ښوونځي ټول اسنادونه او وسايل يې لمنځه وړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د معلوماتو له مخې وسله والو طالبانو لومړی د ښوونځي بې وسلې ساتونکي تړلي، د ښوونځي ټول اسناد او وسايل يې لابر اتوار ته راټول کړي او بيا يې لابر اتوار په ماين الوځولی، چې ټول اسنادونه او وسايل په کې لمنځه وړل شوي.
د ولایت مقام په وینا، امنيتي مسئولين سيمې ته رسيدلي او اوسمهال ښوونځی د زده کوونکو پرمخ پرانيستل شوی دی.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل پر ياده پېښه خواشيني ښودلې او امنيتي ارګانونو ته يې لارښوونه کړې، چې پېښه وڅيړي او جدي اقدامات تر سره کړي.
https://avapress.com/vdcbw8b85rhb0wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته