د ترکیې د اقتصاد وزارت مرستیال وايي، چې په افغانستان د پانګونې لپاره ډېر فرصت لري او ترکي سوداګر او پانګوال به له افغان پانګوالو سره یو ځای پر کانونو او انرژۍ پانګونه وکړي.
ترکي پانګوال او سوداګر په افغانستان کې خپله پانګونه ډېروي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 حمل 1397 ساعت 19:08
د ترکیې د اقتصاد وزارت مرستیال وايي، چې په افغانستان د پانګونې لپاره ډېر فرصت لري او ترکي سوداګر او پانګوال به له افغان پانګوالو سره یو ځای پر کانونو او انرژۍ پانګونه وکړي.
د ترکیې د اقتصاد وزارت مرستیال له ۲۵ ترکي پانګوالو سره کابل ته راغلی، چې په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه و ارزوي.
دوی د افغانستان د سوداګرۍ خونې له مسوولینو سره په ګډه غونډه کې پر سوداګریزو مسایلو او په افغانستان کې پر پانګونه خبرې وکړې.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، چې ترکي مالونه په افغانستان کې ښه بازار لري او له ترکي سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل، چې په ترکیه کې د افغانستان صادارتي مالونو ته بازار ومومي.
د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي: په افغانستان کې د ګډې پانګونې لپاره ډېر امکانات شته او مونږ تاسې ته د پانګونې زمینه برابروو.
ترکي پانګوال لیواله دي، چې په افغانستان کې د کانونو د استخراج او انرژۍ د تولید په برخو کې پانګونې وکړي.
د ترکیې د اقتصاد وزارت مرستیال فاتح متین وایي: دا، چې افغانستان د مرکزي آسیا په زړه کې پروت دی او ترکیه د اروپايي هېوادونو په خوا کې ده؛ نو مونږ د سوداګرۍ د ودې لپاره مهم فرصتونه لرو. که د دواړو هېوادونو پانګوال ګډه پانګونه وکړي، له نړۍ سره د نښلیدو لامل به وګرزي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسوولینو له ترکي پلاوي وغوښتل، چې هلته دې د افغان سوداګرو او پانګوالو لپاره جلا مرکز جوړ او د لاجوردو لار دې بیا فعاله شي.
د سوداګرۍ خونې د نړیوالو اړیکو رييس آذرخش حافظي وایي، چې: مونږ د وارداتو بدیل ته اړتیا لرو او غواړو، چې په هېواد کې مو پانګونه هم ډېره شي.
ویل کیږي، چې د ترکیې او افغانستان تر منځ کلنۍ سوداګریزه راکړه ورکړه یو سل و شل میلیون دالرو ته رسیږي. د دواړو هېوادنو تر منځ د سوداګریزو چارو د آسانتیا او پراختیا لپاره په پام کې ده، چې په ترکیه کې یوه غونډه جوړه او غونډې ته به د افغانستان اجرائیه ريیس عبدالله هم ورشي.
د مطلب کود: 161888