دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۵
د مطلب کود : 161893
د غور معترضین: ښاروالۍ او د کانونو اداره بې ځایه پیسې اخلي
په غور ولایت کې پرون یکشنبې یو شمېر خلکو په‎دې اړه اعتراض وکړ چې په خبره یې ښاروالۍ او د کانونو اداره ترې بې ځایه پیسې اخلي.

اکثر دا معترضین د لاریو چلوونکي وو چې ویل یې د یوه موټر د انتقال لپاره څو ځایه پیسې ورکوي.
دوی د غور د ملي امنیت د ودانۍ مخې ته اعتراض وکړ.
خو د غور د ښاروالۍ وايي، د ښاري خوندیتوب په نوم له‌دې موټر چلوونکو ډېرې کمې پیسې اخلي چې اوس به هڅه وکړي، نوره هم د دې پیسو اندازه راکمه کړي.
https://avapress.com/vdcdnf0fsyt09j6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته