دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۶
د مطلب کود : 161899
طالبان د سرپل ولایت سانچارک ولسوالی باندی برید کړي او ۱۱ تنه اربکیان وژلي
د سرپل ولایت سانچارک ولسوالی کې د اربکیانو پر یو پوستې باندی د طالبانو برید په ترڅ کې ۱۱ تنه ددی ځواکونو څخه په شهادت رسیدلی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، په دی ولایت کې سیمه ایز چارواکې ددی برید په تایید سره د ۱۱ تنو اربکیانو وژل کیدو څخه خبر ورکوی.
ذبیح الله امانی، د سرپل والی ویاند ویلی چی تیره شپه د طالبانو برید په ترڅ کې چی د تغای خوجه او تبر پر کلیو باندی ترسره شوی وو، ۱۱ تنه ددی ځواکونو څخه وژل شوی دی.
دا برید په داسی حال کې صورت نیسی چی دا ځواکونه د خپل کلیو د امنیت ساتلو لپاره ځای پرځای شوی وو.
ویل کیږی چی ددی برید په جریان کې، د طالبانو څخه هم دری جنګیدونکې د نورالدین په شمول چی طالبانو یو مشهور قوماندان دی، وژل شوی او ۴ تنه نور ټپیان شوی دی.
 
 
https://avapress.com/vdcjhvevhuqemoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته