کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فراه اوسیدونکې د مخابراتی شبکو قطع کیدو څخه اندیښنه ښودلي

27 حمل 1397 ساعت 10:48

په فراه ولایت کې مخابراتی شبکو فعالیتونو قطع کیدل ددی ولایت خلګ د ډیرو مشکلاتو سره مخ کړي او ددی لامل شوی چی د دولت حاکمیت تر پوښتنې لاندی راشی.



د آوا په ګزارش سره، د دوو اونیو راهیسی ټول خصوصی مخابراتی شرکتونه په ټول فراه ولایت کې د قطع او وصل او مشکلاتو سره مخ دی.
فراه اوسیدونکې وایی چی هغوی په دی برخه کې د ډیرو مشکلاتو سره مخ دی.
که څه هم د فراه په ښار کې دولتی مخابراتی شبکې فعالی دی؛ خو د خلګو اړیکې د ولسوالیو سره قطع شوی دی.
میرویس؛ د فراه اوسیدونکې وایی چی ددی مشکلاتو په درلودلو سره، خلګ که یو مشکل ورته مخ شی نو نه پوهیږی څنګه او کوم وسیلی په مرسته نورو ته اطلاع ورکړی.
ددی ولایت مخابراتی شبکو فعالیتونو قطع کیدنه، د فراه ولایتی شورا غبرګون د ځان سره درلودلی دی.
فرید بختور؛ د فراه ولایتی شورا مشر وایی چی مخابراتی شبکو فعالیتونو قطع کیدنه د امنیتی ګواښونو په لړ کې، د دولت حاکمیت تر پوښتنې لاندی راوړی دی.
په همدی حال کې ناصر مهری؛ د فراه والی ویاند وایی چی فراه خصوصی مخابراتی شبکې د طالبانو ګواښونو له امله قطع شوی دی.
د دوو کالو راهیسی طالبان په شپو کې د خصوصی شبکو فعالیتونه دروی او وایی چی که ددی شبکو فعالیتونه ونه درول شي، مخابراتی آنتنونه به تر برید لاندی راولي.
 


د مطلب کود: 161900

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/161900/د-فراه-اوسیدونکې-مخابراتی-شبکو-قطع-کیدو-څخه-اندیښنه-ښودلي

آوا
  https://www.avapress.com