دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۹
د مطلب کود : 161903
په کندز کې ټولګټو ۳۳ پروژی په کار پیل کړي
په کندز ولایت کې ۳۳ ټولګټي پروژی نن په کار پیل کړي دی.
دغه پروژې دولسي تړون دبرنامې له خوا داتيامليونو افغانيو په لګښت  دکندز ولايت په مربوطاتو کې پلې کيږي .
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت  دچارواکو په ګډون  جوړه شوه دکندز والي عبدالجبار نعيمي په دغه ولايت کې دبنسټيزو  پروژو دکار پيل ښه فال وباله او زياته  يې کړه چې داساسي برنامو په تطبيق  سره به دجګړې ،   بې وزلۍ  ، وزګارتيا ،  بيسوادۍ او له هېواد څخه دځوانانو د تيښتې دروازې وتړلې شي .
  دکندز والي ددغه ولايت له خلکو څخه وغوښتل چې دټولګتو پروژو په پلې کولو کې دې له دولت سره همکار واوسي او داغيزمنو اوبنسټيزو  برنامو  هراړخيز ملاتړ وکړي .
په دغو پروژو کې دڅلور زره سلو مترو په اوږدوالي  داستنادي ډيوال  جوړول او درې نوي کيلومترو په اوږدوالي په سړک کريړ اچول شامل دي چې په پيليدو سره يې دکندز څه دپاسه درې زره پنځه سوه تنو اوسيدونکو ته دکار زمينه برابريږي .  او څه دپاسه پنځه زره پنځه سوه کورنۍ  به په مستقيم  ډول له هغو څخه ګټه واخلي .
دکندز ولايت دکليو دبياجوړولو اوپراختيا رييس دوست محمدر يحان وويل چې په راتلوونکو شپږو مياشت کې به دکندز ولايت دمرکز او اړوندو ولسواليو  په يوسلو شپږ شپيتو کليو کې دبنسټيزو  پروژو په پلې کولو کې دوه سوه پنځوس   مليونه افغانۍ ولګيږي .
https://avapress.com/vdcfxydymw6dv1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته