دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۸
د مطلب کود : 161914
ملي تدارکاتو کمېسیون د ۶‍۱۸ میلیون افغانیو په ارزښت ۱۰ قراردادونه منظور کړل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې پرون ماښام په ارګ کې د ۱۱ قراردادونو د ورکړې غوښتنه وارزوله چې په پایله کې د ۶۱۸ میلیون افغانیو په ارزښت ۱۰ قراردادونه منظور شول.

منظور شوي قراردادونه په لاندې ډول دي:
ـ       د  کرنې وزارت اړوندبادغیس او غور ولایتونو او د جوزجان قوش تپې ولسوالۍ او  یادو ولایتونو ته د انتقالاتو په ګډون  د ۶۷۵۰ متریک ټن کانسنتریټ ( متوازن حیواني خواړه) د خریدارۍ او برابرولو دوه قراردادونه؛
–         د ملي دفاع وزارت اړوند د چوکاټي قرارداد پر بنسټ په دریو برخو کې د څښاک اوبو د برابرولو او تدارک د پروژې قرارداد
–           ملي دفاع وزارت اړوند د ۵ پایو جنراتورونو د اساسي ترمیم قرارداد
–         د کورنیو چارو وزارت د جزوتامونو اړوند د ۱۱۳ سایټ مایکروویف لینک د ارتباط پروژې قرارداد؛
–         د ملي پولیسو د قطعاتو او جزتامونو د اړتیا وړ د ۱۴ مرکزي او ساحوي سایټونو د نوري فایبر د شبکې انکشاف د تهیه او تدارک پروژې قرارداد ؛
–         د ملي پولیسو ځواکونو د جزوتامونو او قطعاتو د اړتیا وړ ۱۲ساحوي او مرکزي سایټونو کې د نوري فایبر شبکې د پروژې د انکشاف قرارداد؛
–         د کورنیو چارو وزارت د محابسو د ریاست او توقیف خونو اړتیا وړ د ۱۳ قلمه حبوباتو قرارداد؛
–            کورنیو چارو وزارت اړوند د  چوکاټي قرارداد پر بنسټ د یو قلم اوبلنو ګازو د تدارک قرارداد؛
له بلې خوا سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد پرژوه دغه کمېسیون په نهایي ډول منظور کړه او د افغان حاجیانو پر چټک انتقال ټینګار وشو.
جمهوررئیس محمد اشرف غني د کانسنتریت پر اخیستو (متوازن حیواني خواړه) د بحث پر مهال ټیګار وکړ چې په دې برخه کې د ټولو ولایتونو ستونزې ژر ترژره حل شي. هغه ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته لارښوونه وکړه چې د هېواد له مالدارو څخه د غوښې اخیسو زمینه برابره کړي.
په دې غونډه کې، د افغانستان د ملي اردو د پرسونل او جزوتامونو د هوایي انتقال ( چارتر)  د منظورۍ د ورکړې قرارداد غوښتنه په اوو برخو کې  اعاده شوه.
همداراز څرګنده شوه، چې اریانا افغان هوایي شرکت سره دې  مذاکره وشي او د افغانستان د ملي اردو د پرسونل او جزوتامونو هوایي انتقال دې په ښه توګه ترسره شي او هغه دوه الوتکې چې د ملي دفاع وزارت سره دي باید د اریانا افغان هوایي شرکت په مرسته فعالې شي.
د دولتي برجسته رجالو د امنیت او ساتني ریاست د اړتیا وړ د څلور قلمه غوښې د برابرولو او تدارک د ورکړې قرارداد په اړه د ګډ پلاوي راپور، د جمهوري ریاست د چارو اداري د عمومي ریاست د خدماتو ریاست اړتیا وړ د ۴ قلمه اعلی غوښې قرارداد منظور او د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر د اړتیا وړ۷ قلمه غوښې د قرارداد په اړه پرېکړه وشوه چې له قراردادي سره د بیې د ټیټوالي په خاطر خبرې وشي.
همداراز د قرارداد د مندرجاتو د تعدیل ( د بیې د لوړوالي پرته) منظوري غوښتنه، د ملي دفاع وزارت اړوند د ساحوي قول اردو د حمام ۹ قلمه د اړتیا وړ لوازمو د تدارک قرارداد هم  کمېسیون منظور کړ.
د هېواد جمهوررئیس یوځل بیا د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ملي دفاع وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې له کورنیو تولیداتو استفاده وکړي.
سربېره پردې له افغان تلیکام شرکت سره د کورنیو چارو وزارت ناک شبکې د اړتیا وړ قطعاتو او جزوتامونو د نوري فایبر د ۲۴ لینک (باندویت) د وصل تفاهم لیک د لاسلیک پر بنسټ د کورنیو چارو وزارت پیشنهاد، او د لوژستیک عمومي ریاست د اړتیا دوه قلمه غوښه د دویمې برخې لپاره د ملي تدارکاتو کمېسیون د مخکېنۍ پرېکړې مطابق د پیشنهادي داوطلب د موافقې د نشتوالي پر بنسټ د دې وزارت وړاندیز هم کمیسیون مظور کړل.
په دې غونډه کې د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد محمد سروردانش، اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله، د اقتصاد وزیر او د مالیې اوعدلې وزارتونو سرپرستانو، د زیربناپه چارو کې د جمهوري ریاست عالي مقام ستر سلاکار، له فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس، د ولسي جرګې د مالي او بودې او ملي اقتصاد کمېسیونونو ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchzznzk23n-wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته