دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۱
د مطلب کود : 161923
فراه ښار کې درنه بمباري ۴۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې
د فراه ښار په څنډو کې د افغان پوځ او بهرنیو ځواکونو د هوایي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۷ تنه وسله وال وژل شوي.
په لویدیځ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو وایي، ګڼ شمېر وسله والو وړمه شپه ناوخته د ښار په څنډو کې ملي پولیسو پر پوستو بریدونه پیل کړل چې د سهار تر ۶ بجې دوام درلود.
سرچینه زیاتوي، چې د برید په ځوا کې افغان او بهرنیو ځواکونو هوایي بریدونه پیل کړل چې په ترڅ کې ۳۷ تنه وسله وال ووژل شول او ۷ نور ټپیان شوي.
د ظفر قول اردو په وینا، په وژل شویو کې د وسله والو د ۴۰ کسیزې ډلې مشر ملا ابراهیم، د ۳۰ کسیزې ډلې مشر حافظ نیاز محمد، د ۲۰ کسیزې ډلې مشر حاجي بصیر، او د ۱۰ کسیزې ډلې مشر صالح محد هم شامل دي.
د نښتې په ترڅ کې د ملي پولیسو یوه سرتېري هم شهید شوی او دوه نور ټپیان دي.
د یو بل خبر له مخې، د فراه لایت د بالا بلوک ولسوالی په مربوطاتو کې د نښتې په ترڅ کې د طالبانو دوه ډلمشران ملا عبدالقیوم او حسام الدین وژل شوي.
د ظفر قول اردو په وینا، په دغه نښته کې لږ تر لږه درې تنه وسله وال ټپیان هم شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchiznzx23n-wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته