کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ځاځي میدان ولسوالۍ کې ۱۴ پاکستاني سرتېري وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 حمل 1397 ساعت 14:45

د تېرو څلورویشتو ساعتونو په اوږدو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو او هوایي بریدونو په پایله کې ۱۹ ترهګر وژل شوي دي.



د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، برید جنرال محمد رادمنش، د دوشنبې په ورځ د روان کال د وري په ۲۷ مه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل: چې د وژل شویو ترهګرو له ډلې، د طالبانو د سرې قطعې د قوماندان مولوي عبدالحکیم په ګډون ۴ ترهګر د پکتیا په زرمت ولسوالۍ، ۴ ترهګر د هلمند په ګرشک او سنګین ولسوالیو، ۳ ترهګر د بلخ په چمتال ولسوالۍ، یو ترهګر د میدان وردګو په سید آباد ولسوالۍ، یو داعشی د ننګرهار د نازیانو ولسوالۍ په باره خیل سیمه او ۴ ترهګر د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالۍ کې وژل شوي دي. 
دغه راز په یادو عملیاتو کې ۱۸ ترهګر ټپیان شوي دي.
رادمنش دغه راز وویل، چې د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او پاکستاني سرتېرو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ کې یې ۱۴ پاکستاني سرتېري وژل شوي، ۱۷ ټپيان او یو بل یې ژوندی نیول شوی دی.
همدارنګه د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم لخوا ۱۶ کړۍ ماینونه چې د ترهګرو لخوا د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ شوي دي.
د برید جنرال رادمنش په وینا، همدا اوس په ۱۳ ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا ۱۸ تعرضي عملیات روان دي. کومانډو ځواکونو په یو شمېر ولایتونو کې ۶۸ تهاجمي عملیات تر سره کړي او د ترهګرو د پټنځایونو د له منځه وړلو په موخه هم ۷ هوایي بریدونه شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، ننګرهار، کاپیسا، پکتیا، لوګر، خوست، کندهار، ارزګان، زابل، فراه، غور، هرات، فاریاب او هلمند ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات بریالي وبلل او زیاته یې کړه، چې یاد عملیات په بریالیتوب سره پر مخ روان دي.
 


د مطلب کود: 161924

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/161924/ځاځي-میدان-ولسوالۍ-کې-۱۴-پاکستاني-سرتېري-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com