د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، یوه کس د دوشنبي په ورځ د یاد ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د خپلې کورنۍ ټول غړي په ډزو وژلي او وروسته یې ځان وژنه کړې ده.
په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې یوې امنیتي سرچینې نن ورځ په دی اړه رسنیو ټه وویل، چې دغه سړی زمری نومېده او نن سهاریې خپله ښځه، خواښې، د ښځې ورو او یو مېلمه وژلي دي.
ویلکږی، چې دیاد پېښې لامل کورنۍ ستونزې دي او په وژل شویو کې ۴ ښځې شاملې دي.