دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۸
د مطلب کود : 161995
جوزجان کې داعشیانو له یوه ماشوم سر پرې کړی
په جوزجان ولایت کې سیمه ییز چارواکي وایي، د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو له یوه ۱۴ کلن ماشوم څخه سر پرې کړی.
چارواکي زیاتوي، چې پیښه په وروستیو کې د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالی په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
د جوزجان ولایت امنیت امر عبدالحفیظ خاشي تائید کړه، چې د رحیم داد په نوم یوه ماشوم په درزاب ولسوالی کې له امنیتي ځواکونو سره د مرستې په تړاو په بې رحمانه توګه وژل شوی دی.
نوموړی زیاته کړه، چې داعشیانو رحیم داد له دې کبله وژلی چې په سیمه کې امنیتي ځواکونو ته اوبه او ډوډی ورکوله.
دا په داسې حال کې ده چې په جوزجان ولایت کې د داعشیانو پر وړاندې ځمکني او هوایي بریدونه دوام لري.
په افغانستان کې د ناټو د ځانګړو عملیاتو واحد له خوا په خپره شوې تازه راپور کې راغلي چې د داعشیانو په وړاندې د روانو عملیاتو په لړ کې تر اوسه کابو ۹۰ تنه وسله وال وژل شوي دي.
سرچينه زیاتوي، چې د تازه عملیاتو په لړ کې تېره اوونی په درزاب ولسوالی کي لږ تر لږه ۲۲ تنه داعش وسله وال ووژل شول او د روان میلادي کال له پیل څخه تر اوسه کابو ۹۰ تنه وسله وال وژل شوي.
په راپور کې دا هم راغلي چي د داعشیانو پر وړاندې به د افغان او امریکایي ځانګړو ځواکونو او هوایي بریدونه دوام وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgyq9qnak93y4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته