دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۲۱
د مطلب کود : 162017
ناټو قوماندان: اوس وسله وال طالبان هم سوله غواړي
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت او د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن وایي اوس وسله وال طالبان هم سوله غواړي.
نوموړی پرون په کندهار ولایت کې له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره د کتې پر مهال وویل، چې چي اوس طالبان هم سوله غواړي، خو د حتمي کېدو لپاره پر هغوئ نظامي او ډيپلوماتيک فشارونه زیاتوي.
د کندهار ولایت مقام له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د جنرال نیکولسن له خوله یې لیکل شوی، چې وسله والو طالبانو ته د حکومت هغه وړاندیزونه فرصت دی، چي د سولي په برخه کي يې د هغوئ د غوښتونو د منلو لپاره کړي.
هغه زیاته کړه، چې دده په خبره اوس طالبان هم سولي ته د هرکلي په حال کي دي، خو له دې سره – سره پر هغوئ نظامي او ډيپلوماتیکو فشارونو ته ادامه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره چمتووالی نه دی ښودلی که څه هم افغان چارواکي وایي ملي یووالي حکومت چمتو دی چې وسله وال طالبان د یو سیاسي ګوند په توګه وپیژني.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccsiqsm2bqex8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته