کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فراه کې د افغان او امریکایي ځواکونو درنه بمباري او د دفاع وزارت وروستي راپور

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 حمل 1397 ساعت 16:57

د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکي وایي، په فراه ولایت کې د افغان او امریکایي ځواکونو د ګډو هوایي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۸ تنه وسله وال وژل شوي دي.


د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، برید جنرال محمد رادمنش، نن خبریالانو ته وویل، چې د وژل شویو ترهګرو له ډلې، د طالبانو د ۱۰ ځایي قوماندانانو په ګډون ۳۸ ترهګر د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې وژل شوي.
نوموړی زیاته کړه، چې دغه راز ۱۴ ترهګر د غزني په مقر ولسوالۍ، ۱۰ ترهګر د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ، ۷ ترهګر د کندهار په خاکرېز، شاه ولیکوټ او میوند ولسوالیو، ۵ ترهګر د هلمند په ګرشک ولسوالۍ او ۵ ترهګر د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند په وینا، په یادو عملیاتو کې ۴۰ ترهګر ټپیان شوي دي.
همدارنګه د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم لخوا ۹۸ کړۍ ماینونه چې د ترهګرو لخوا د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ شوي دي.
د برید جنرال رادمنش په وینا، همدا اوس په ۱۱ ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا ۱۵ تعرضي عملیات روان دي. کومانډو ځواکونو په یو شمېر ولایتونو کې ۶۶ تهاجمي عملیات تر سره کړي او د ترهګرو د پټنځایونو د له منځه وړلو په موخه هم ۴ هوایي بریدونه شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، ننګرهار، کاپیسا، پکتیا، لوګر، خوست، کندهار، ارزګان، زابل، غور، هرات، فاریاب او هلمند ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات بریالي وبلل او زیاته یې کړه، چې یاد عملیات په بریالیتوب سره پر مخ روان دي.


د مطلب کود: 162025

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162025/فراه-کې-د-افغان-او-امریکایي-ځواکونو-درنه-بمباري-دفاع-وزارت-وروستي-راپور

آوا
  https://www.avapress.com