دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۵۴
د مطلب کود : 162026
په غور ولایت کې هوایی بریدونو له امله طالبانو ته مرګژوبله
په غور ولایت کې د هوایی بریدونو له امله ۱۳ تنه طالبان وژل شوي دی.
 
  په دغو وسله والو  طالبانو نن له غرمې مخکې  د فيروز کوه ښار ته څېرمه او د دولينې په  ولسوالۍ کې بريدونه وشول .
د هېواد په لويديځ کې د ملي اردو يو قوماندان رسنیو ته ویلي چې په دې هوايي بريدونوکې ديارلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
ده وويل  دغه بريدونه د هېواد د هوايي ځواکونو له خوا  ترسره شوي دي.
سرچينه زياتوي چې په دغو بريدونو کې د وسله والو طالبانو څو مرکزونه هم  دړې وړې شوي دي
https://avapress.com/vdcciiqse2bqex8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته