کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بهرنیو چارو وزارت له تحصیلي سند پرته یو شمېر دیپلوماتانو ته دندې سپارلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 حمل 1397 ساعت 18:44

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون وايي، چې په بهرنیو چارو وزارت کې داسې کسان پر دنده ګومارل شوي، چې هیڅ ډول تحصیلي سند نه لري.


د بهرنیو چارو وزارت له نړۍ سره د افغانستان سیاسي او ديپلوماتیکې اړیکې ټينګوي؛ خو اوس تور دا دی، چې په دغه وزارت کې د قانون خلاف د اړیکو له مخې کسان پر دندو ګومارل شوي دي.
دوی د بهرنیو چارو وزارت پر اداري مرستیال او د بشري منابعو پر ريیسانو تور لګوي، چې د ملکي خدمتونو د قانون خلاف یې ځينې کسان د دیپلوماتانو په توګه ګومارلي دي.
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون د ادعا له مخې؛ په بهرنیو چارو وزارت کې داسې کسان د دیپلوماتانو په توګه ګومارل شوي، چې هیڅ ډول تحصیلي اسناد نلري.
د ولسي جرګې غړی قادر ځاځی وطندوست وایي: د ګومارنې ډېرې دوسیې مو، چې ولیدلې؛ یو شمېر دیپلوماتان د ملکي خدماتو قانون خلاف پر دندو ګومارل شوي. لیسانس څه ، چې په اړه یې ان د دولسم سند تر لاسه نکړ.  
د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ په دغه وزارت کې کسان د آزموینې له مخې  ګومارل کیږي، چې اداري اصلاحاتو ته یې لار پرانیستې ده.
دغه راز په دغه وزارت داسې نیوکې هم شته، چې چارواکو د اړیکو له مخې ځينې کسان په بهر کې د دیپلوماتانو په توګه استخدام کړي دي.
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون غړی سید علي کاظمي وایي: په هېواد کې د دیپلوماسۍ د یو غوره سیستم نشتوالي ستونزې رامنځته کړي او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هم تر بې برخې پاتې نه دی.
د ولسي جرګې غړی عبدالستار خواصي هم نیوکه کوي، چې د کاواکه ديپلوماسۍ له کبله افغانستان ته دروند زیان اوړي او پر کورني سیاست هم ناوړه اغېزه رامنځته کوي. دغه راز کاواکه کورنی سیاست، بهرنۍ دیپلوماسي زیانمنوي.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت نظر ترلاسه کړو؛ خو هیچا خبرو ته زړه ښه نه کړ.
له دې مخکې په بهرنیو چارو وزارت کې د فساد او د اړیکو له مخې د کسانو پر ګومارنه نیوکې وې؛ خو دوی پخوا هم په دې اړه خبرو ته حاضر شوي ندي.


د مطلب کود: 162030

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162030/بهرنیو-چارو-وزارت-له-تحصیلي-سند-پرته-یو-شمېر-دیپلوماتانو-ته-دندې-سپارلي

آوا
  https://www.avapress.com