دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۷
د مطلب کود : 162040
د سوریه په وړاندی امریکا تازه توطئه؛ عربی ځواک، امریکایی ځواکونو ځای نیسی
یو غربی رسنۍ ددی څخه خبر ورکړي چی واشنګتن هڅه کوی ترڅو عربی هیوادونه په دی باندی متقاعده کړی ترڅو په سوریه کې امریکایی نظامیانو ځای عربی ځواک ونیسی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دونالد ترامپ؛ د امریکا ولسمشر هیله مند دی چی امریکا ماموریت په سوریه کې د یو عربی ځواک په رامنځته کولو پای ته ورسوی.
په همدی برخه کې یو امریکایی مقام د وال استریت ژورنال ورځپاڼې ته وویل: ترامپ دولت په سوریه کې د عربی ځواک رامنځته کولو په لټه کې دی ترڅو امریکایی ځواکونو بدیل شی.
له بل لوری، جان بولتون؛ د ترامپ ملی امنیت نوی مشاور، په دی اخیرو کې د عباس مصطفی کامل؛ د مصر اطلاعاتو مشر سره خبری کړي ترڅو پوه شی چی آیا قاهره به په دی طرحه کې مشارکت وکړی که نه؟
امریکایی چارواکو د عربی ځواک رامنځته کولو لپاره عربستان، قطر او اماراتو لوری ته تللی ترڅو د هغوی په واسطه نظامی سرچینی او په میلیونونو ډالرو لګښت د سوریه امنیت ساتلو لپاره د داعش ماتې وروسته تضمین کړی.
امریکایی چارواک و وال استریت ژورنال ته ویلي چی اعرابو متقاعدول سوریه ته د ځواک استولو لپاره یو سخت کار دی.
 
 
https://avapress.com/vdci5razut1aqu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته